د پکتیا ولایت د عدلیې او استخباراتو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړه شوه

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۴:۳۳
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس، مولوي فاتح الله فاتح او له هغه سره مل پلاوي د جمادي الثاني د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د یاد ولایت د استخباراتو رياست له مرستيال، قاري محمد سره ناسته جوړه کړه.

د عدلیې رئيس په دې ناسته کې وويل چې د دواړو ادارو چارې له یو بل سره تړلي دي، بناً لازمه ده چې د چارو ښه پرمخ وړلو او د ستونزو د حل کېدو په موخه یادې ادارې سره همکارې او همغږې وي.

همدارنګه نوموړي ځينې موجودې اداري ستونزې شريکې کړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتننه وکړه.

په ورته مهال د پکتیا ولایت د استخباراتو د رياست مرستيال د شته ستونزو د حل په برخه کې د عدلیې رياست ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS