د پکتیا ولایت د عدليې ریاست اوونیزه اداري ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۱ - ۱۲:۱۵
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست له نویو کارکوونکو سره د پېژندګلوۍ او اوونیزه اداري ناسته د شوال میاشت په ۲۰ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ریاست د رئیس، آمرینو او کارکوونکو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې چې د پکتیا ولایت په عدليې ریاست کې جوړه شوې وه، د عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي د تېرې اوونۍ د فعالیتونو او لاسته راوړنو، موجودو ستونزو او د دغه ریاست د راتلونکې اوونۍ له پاره د کاري پلان په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

د عدلیې رئیس د دغه ریاست ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

د دغې ناستې په ترڅ کې، د تخنیکي هیئت د سکرتریت نوی اداري مامور او د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د حواله جاتو نوی مدیر د دغه ریاست کارکوونکو ته وروپېژندل شول.

د عدليې رئیس نویو کارکوونکو ته د هغوی د تقرر مبارکي وویله، زیاته یې کړه چې مسوولیت یو ستر امانت دی چې د اسلامي امارت د مقاماتو له لوري موږ ته سپارل کیږي او موږ يې په اړه د الله (ج)، نظام او خلکو پر وړاندې مسوول یو. هغه وویل چې موږ باید د خپل مسوولیت په ترسره کولو کې الله (ج) حاضر او ناظر وګڼو او په خپل ټول توان سره اسلامي نظام او خپل خلکو ته خدمت وکړو.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست کارکوونکو ته حاضرۍ ته د پابندۍ، د بیت المال ساتلو او په غوره شکل د چارو ترسره کولو په اړه هغوی ته لازمې توصیې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS