د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو او د عریضې لیکوونکو څخه لیدنه او نظارت وشو

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۱:۳۹
.

د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي نقیب الله او د یاد ولایت د موټر پلورونځیو د اتحاديې رئیس حاجي باز محمد د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د موټرو له پلورنځیو او د عریضي د لیکوونکو څخه د لیدنې او نظارت په منظور د دغه ولایت زرمت ولسوالۍ ته سفر وکړ.

د یاد سفر په ترڅ کې، د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر د زرمت ولسوالۍ له ولسوال مولوي محمد رضا قرار او د دغې ولسوالۍ له امنیه قوماندان سره وکتل او د یادې ولسوالۍ د ځینو موټر پلورنځیو او عریضې لیکوونکو د ستونزو او نیمګړتیاو او د جمعې بازار او چهارشنبې بازار د فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د زرمت ولسوال او د دغې ولسوالۍ امنیه قوماندان ژمنه وکړه چې په دغې ولسوالۍ کې د موټرو د پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو د فعالیتونو څخه د نظارت او کنټرول په برخه کې به د عدليې ریاست د انسجام له مدیریت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ورپسې د پکتیا ولایت د عدليې ریاست د انسجام مدیر د موټر پلورنځیو د اتحادیې له رئیس سره د یادې ولسوالۍ د موټرو له پلورنځیو او د عریضې د لیکوونکو له فعالیتونو څخه لیدنه او نظارت وکړ چې پایله کې دوه موټر پلورنځۍ د غیرقانوني فعالیت په دلیل مهرلاک او وتړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS