د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۶
.

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د جمادی‌الثانی د میاشتې په ۲۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

د عدلیې رئیس د یاد ریاست له کارکوونکو سره ژمنه وکړه چې د هغوی د ستونزو د لرې کولو په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۳۱ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ د هرات ښار په پنځلسمه ناحيه کې  د معاملاتو لارښوونې له ۳۱ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د رجب‌المرجب د میاشتې په ۱۱مه نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په درېیمه ناحیه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په غزني ولایت کې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۳ دفترونو او ۲ بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر. . .

BACK TO NEWS