د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۴:۱۸
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح الله فاتح په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د پکتيا ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

همدارنګه په دې ناسته کې د عدلیې رئيس د امارتد  قضایاوو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې په اړوندو محکمو کې دوسیې تعقيب کړي تر څو د عامه ګټو او امارتي ملکيتونو د ضایع کېدو مخنيوی وشي.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS