د پکتيا ولایت د عدلیې او استیناف محکمې ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۶
.

 د پکتيا ولایت د عدلیې رئيس، مولوي لاهور خان وفادار او ورسره مل پلاوي د صفر المظفر د مياشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ، د یاد ولایت د استیناف محکمې له رئیس، مفتي عبيدالله خالد سره د استيناف محکمې د رياست په مقر کې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې رئیس د امارتي ملکیتونو له غصب او غیرقانوني تصرف څخه د مخنیوي په موخه د دغو ملکیتونو اړوند د حقوقي دوسیې پر پړاوونو تېرولو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د یادې محکمې د نږدې همکارۍ او همغږۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز نوموړي بېوزلو تورنو او شکمنو کسانو ته د عدلیې ریاست له‌ لوري د وړیا حقوقي مشورو او مرستو وړاندې کولو په هکله خبرې وکړې او له حقوقي مساعدینو سره یې د استیناف محکمې همکاري اړینه وبلله.

په ورته مهال د پکتيا ولایت د استیناف محکمې رئیس له عدلیې ریاست سره د همکارۍ د ډاډ ورکولو ترڅنګ له محکمې سره د اړوندو مدافع وکیلانو او عریضه لیکونکو د کاري نیمګړتیاوو لرې کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS