د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۳:۴۵
.

د پنجشیر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۸ نېټه د چهارشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شخص د ورثې د سندونو بررسۍ په برخه کې یو ټیم توظیف شو ترڅو د یادو شویو سندونو صحت او سقم په اړه څېړنې وکړي.

په دغې ناسته کې، پاراخ کلي کې د حج او اوقافو ریاست تر ادعا لاندې ځمکو په اړه پریکړه وشوه چې ذیدخل افراد راتلوکې ناستې ته وبلل شي. د ځمکو د غصب د مخنیوي مقررې څو مادې هم په دغې ناسته کې تر بحث لاندې ونیول شوې او هم غونډو کې د دغه هیئت د ټولو غړو پر حضور ټینګار وشو. تخنیکي هیئت ساحو ته د دغه هیئت د سفر په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS