د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې میاشت په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د بګرام ولسوالۍ د خم کلان ساحې اړوند د ۱۸۲۷ ټوټې مسترد شوې دوسیه، په کې بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه.
په همدې توګه په دغې ناسته کې له ولسوالیو څخه د ترلاسه شویو دوسیو په اړه بحث وشو او ساحو ته د راتلونکو سفرونو په اړه هم مشوره وشوه.