د پروان ولایت تخنیکي هیئت د دغه ولایت په مرکز کې د مسعود له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۱۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې د مسعود له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او عملي اقدامات يې ترسره کړل.
یاد هیئت د کادستر د فني غړو او د نقشې اخیستلو آمریت په همکارۍ د ۴۹ نمرو غاصبین، حدود، د ساحې بڼه او د آبادۍ ډول تشخیص او تثبیت کړ او اړوندو جدولونو کې یې درج کړل. دغه راز یادهیئت یو شمېر غاصبینو ته معلوماتي استعلام وویشل.
