د ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي د کمېسیون د تخنیکي هیئتونو د ناستو جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۷ - ۱۰:۳۰
.

د نیمروز ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغه هیئت، د غصب شوو ځمکو د استرداد بهیر د ارزونې او څېړنې له بشپړېدو څخه وروسته ددغه ولایت د مالدارانو له کلي څخه پیل کړ.

دغه راز یاد هیئت، ۴۰۶ جریبه ځمکه چې د هغې پر ۱۵ جریبه نیمه پاخه کورونه جوړ شوې وو، لست کړل او د یادې سیمې پاتې برخه یې نښانې کړه او خلکو ته یې ابلاغ  وکړ چې دغه سیمه دولتي ده او په یاده سیمه کې د ودانیو جوړولو حق نه لري.

په همدې حال کې، د پکتیا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د راتلونکې ورځ د عملي کارونو پلان جوړ شو.

یاد هیئت د ویشل شوو استعلامونو په اړه د معلومات وړاندې کولو له پاره یو هیئت تعیین کړ او پریکړه يې وکړه چې د مومن خیلو له ښارګوټي او د خوست لین د سهامي مارکیټ څخه لیدنه او مسوولینو ته یې استعلام  وویشل شي.

پر دې سربېره، د کاپیسا ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هيئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې ددغه ولایت د مرکز د ارچي دښتې، ریګ روان دښتې، شري زار دښتې او د چشمه آب مزار د بررسي او د غصب شوو سیمو د تثبیت او د غاصبانو د پېژندلو په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

یاد هیئت د یادو شوو سیمو د استرداد د څرنګوالي په اړه بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې په دغو سیمو کې عملي کارونه له راتلونکې ورځ څخه پیل کړي.

د هلمند ولایت ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته هم د هيئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په هغې کې د عملي کارونو د پلان جوړولو په اړه ټینګار وشو. دغه راز هیئت په دغه ولایت کې له ځینو سیمو څخه لیدنه وکړه.

دغه هیئت مارجې ولسوالۍ ته ولاړ  له ولسوال او ځایي مشرانو سره یې وکتل او هغوی ته یې د مقررې او د هیئت دندو په اړه معلومات ورکړل.

هیئت د ولسوالۍ له مشرانو څخه وغوښتل چې هغه سندونه چې د هغوی مالکیت ثابت کړي دغه هیئت ته حاضر کړي.

دغه راز هیئت په دغې ولسوالۍ کې یوه سیمه د نقشو پر اساس امارتي تثبیت کړه او ژمنه یې وکړه چې له څېړنې او بررسۍ څخه وروسته حق به حق دار ته وسپاري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS