د ولایتونو د عدلیې ریاستونو ستونزې و څېړل شوې

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۲ - ۱۱:۲۴
.

د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر، د دې وزارت له مرکزي ریاستونو او آمرینو سره په غونډه کې د ولایتونو د عدلیې ریاستونو ستونزې له جملې یې د عدلیې ریاستونو امنیت وڅېړه او د هغه د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې غونډه کې چې د یکشنبې په ورځ، د وري په ۲۱ مه د عدلیې وزارت د مسلکي معین په مشرۍ جوړه شوه، همداراز د قوانینو د بیا کتنې، د مدافع وکیلانو د ریاست د مهمو اړتیاوو د برابرولو، له جواز اخیستلو مخکې له مدافع وکیلانو څخه د ازموینې د اخیستلو او د تقنین د ستاژ د پیل موضوع و څېړله.

1000

همداراز د غونډې غړیو په خصوصي پوهنتونونو کې د وزارت د کارکوونکو د لوړو زده کړو، د لغو شویو بستونو د کارکوونکو برخلیک، د بالمقطع کارکوونکو د معاش او د هېواد په ولسوالیو کې د عدلیې وزارت د اړوندو ادارو لپاره د ترانسپورت د تدارک په اړه  هر اړخیزې خبرې اترې وکړې.

720

د عدلیې وزارت مسلکي معین شیخ عبدالکریم حیدر لارښوونه وکړه تر څو د قانون جوړونې د چارو د انستیتوت د عمومي رئیس، د مالي او اداري رئیس، د کورنۍ پلټنې د رئیس، د کابل د امارت د قضایاوو رئیس، د داخلي امنیت د مسوول او د اړوندو نورو مسوولینو په غړیتوب یوه کمېټه رامنځته شي او د عدلیې ریاستونو د ستونزو د حل په برخه کې له جملې یې ددغو ریاستونو د امنیت په اړه اقدام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS