د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۰مه نېټه په ۱۴۷۰ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو په قانون کې چې په رسمي جریده کې خپور شوی یوه مقدمه، دوه بابونه، څلور فصلونه او ۴۰ مادې شاملې دي چې د اجناسو او خدماتو د تهیې او تدارک په موخه له شرکتونو سره د وزارتونو او امارتي ادارو د عقدونو ډولونه، بهیر، څرنګوالی او د عقدونو شرطونه، د اجارې اړوند اصول او نور مهم مسایل بیان شوي دي.
په دې قانون کې د یادو مواردو سربېره د عقدونو په ترسره کولو کې د عامه شتمنیو پر ساتنې، په مناسب قیمت د کیفیت لرونکو اجناسو اخیستلو، معیاري تعمیرات په مناسب قیمت او د باور وړ، امین او مخلصو شرکتونو او سوداګرو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار شوی دی. همداراز امارتي ادارې له هغو شرکتونو سره چې امارتي مسئولینو پورې اړه ولري یا هغه شرکتونه چې امارتي مسئولین پکې سهیم وي له عقد څخه منع شوي دي.
په ۱۴۷۰ ګڼه رسمي جریده کې د ښاري طرحو (پلانونو) اړوند د لازمو معلوماتو او تفصیلاتو د خپرولو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان هم خپور شوی دی.
محترم هېوادوال کولی شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.
دیتابېس:http://laws.moj.gov.af/ShowLawPashto.aspx
تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanista