د هېواد د عدليې وزیر په پروان ولایت کې د سیلاب له ټپیانو او د دې ناوړین له زیانونو څخه لیدنه وکړه

waheed
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۶ - ۱۸:۱۸
.

د هېواد د عدليې وزیر جلالتمآب دکتور عبدالبصیر انور، د پروان ولایت له خلکو سره د همدردۍ د سرګندولو لپاره چې له وروستیو سیلابونو څخه زیانمن شوي دي، د پنجشنبې په ورځ دې ولایت ته سفر وکړ او د پروان له سیمه ییزو چارواکو او د دې پیښې له ټپیانو سره لیدنه وکړه.

د هېواد د عدليې وزیر د دې پیښې له ټپیانو سره په لیدنه کې، دغه بېروونکی طبیعي ناورین چې د پروان د خلکو د سلاوو تنو د شهادت او ټپي کیدو لامل شو خواشینوونکي وباله او د دې پیښې د شهیدانو لپاره جنت او د ټپیانو لپاره عاجله شفا وغوښتله.

.

د هېواد دعدليې وزیر د پروان د ملکي روغتون له مسؤلانو څخه وغوښتل چې د دې لړزوونکي ناورین د ټپيانو په درملنه کې له هیڅ ډول هڅې څخه لاس ترشا نشي.

همدا راز دکتور عبدالبصیر انور پروان ولایت ته په سفر کې د پروان له والي ډګر جنرال فضل الدین عیار سره لیدنه وکړه. د پروان والي د دې ناورین او له زیانونو څخه يې عدليې وزیر ته معلومات ورکړ او دعدليې وزیر له پاملرنې او خواخوږي څخه يې مننه وکړه.

.

همدا راز د هېواد د عدليې وزیر پروان ولایت ته په سفر کې د پروان د عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دې ریاست کړنې يې بررسي کړې. هغه د پروان د عدليې ریاست له رئیس او کارکوونکو سره په لیدنه کې د هغو ستونزو او د رسیدنې د ډول په تړاو يې خبرې اترې وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS