د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه ددغه ولایت د عدلیې ریاست د هیئت لیدنه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۱:۲

د هلمند ولایت د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي د لارښوونې پر اساس د جمادي الاول میاشت په ۲۶ نېټه د سه شنبې په ورځ ددغه ولایت د کجکي ولسوالۍ د معاملو د لارښوونو او د موټر پلورنځیو له دفترونو څخه نظارت او لیدنه وشوه.

 دغه لیدنه د هلمند ولایت د عدلیې ریاست د انسجام مدیر مولوي عبدالاحد مظهري او د هغه مل پلاوي لخوا، ترسره شوه.

په دغې لیدنه کې، ياد هیئت ددغې ولسوالۍ د معاملو د لارښوونو او د موټرپلورنځیو د دفترونو له مالکانو سره وکتل او د هغوی د فعالیت جوازونه یې بررسي کړل. دغه راز هیئت هغه شمېر د معاملو د لارښوونو او د موټرو پلورنځیو مالکانو ته چې د جواز موده یې بشپړه شوې وه، لارښوونه ورکړه چې د خپل جواز پر تمدید اقدام وکړي.

دغه راز په دغې لیدنه کې هغو معاملو لارښوونو او د موټر پلورنځیو ته چې جواز یې نه درلود لارښوونه وشوه چې  ژر تر ژره له عدلیې ریاست څخه جواز ترلاسه کړي او په قانوني ډول فعالیت وکړي.

د معاملو د لارښوونو او موټر پلورنځیو څخه د نظارت پروسه په دغه ولایت کې دوام لري او د هلمند ولایت په نورو ولسوالیو کې به هم ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS