د هلمند ولایت د مقام د نظارت هیئت د عدلیې له ریاست څخه لیدنه وکړه

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۳:۴۹
.

د هلمند ولایت د مقام له لوري یو ګډ ګمارل شوي پلاوي د صفرالمظفر میاشتې په ۲۲ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت له عدليې ریاست څخه لیدنه وکړه.

د یاد اصلاحي ګډ هیئت مشرۍ د ولایت مقام استازي محترم مولوي انقلابي پر غاړه درلودله چي د امنیې قوماندانۍ، د استخباراتو ریاست، دعلماؤ شورا، د عدلیې، کرنې، پوهني، محکمو، ښاروالۍ، د امربالمعروف او د اطلاعاتو او کلتور د ریاستونو استازي په کښي شامل ول.

د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي په یاده کتنه کې تر هرڅه دمخه د یاد ریاست د تشکیلاتو، لاسته راوړونو او ستونزو په اړه معلومات وړاندي کړل.

.

ښاغلي محمدي وویل چې زموږ د ریاست ټول کارکوونکي تل هڅه کوي چي د خلکو حقوقي مسایل بررسي کړي او د خلکو حقونه په شرعي طریقې سره ادا کړي.

هغه زیاته کړه چي د عدلیې ریاست د قضایاو آمریت د امارتي املاکو په اړه هڅې کوي تر څو ټول  دغه املاک د غاصبینو له منګولو څخه بېرته راوګرځوي.

یاد هیئت د عدلیې ریاست د بېلابېلو له مصرفونو، معاشونو، ربعواره سندونو، حاضرۍ او کاري پلانونو څخه هم لیدنه وکړه.

ګډ هیئت د عدلیې رییس او کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چي باید په ټاکلي وخت خپلو دندو  ته حاضر شئ او هر کارکوونکی باید خپله دنده د دندو د لایحې پر مطابق په پوره روڼتیا سره ترسره کړي.

د يادوني وړ ده چي دغه هیئت په هلمند ولایت کې له ټولو رياستونو څخه لیدنه کوي او د هغوۍ د ستونزو څخه به ځان خبر کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۴
Background image

په پکتيا ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتيا ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، ګرديز ښار کې له ۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

په بلخ ولایت کې له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د شمال زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د میاشتې په ۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ د بلخ ولایت د مرکز، مزار شريف ښار اړوند په پنځمه ناحیه کې  له ۲۳ دارالوکالو څخه نظارت ترسره. . .

BACK TO NEWS