د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت اداري کارکوونکو او انجنيرانو او د مستوفيت مديرانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړیدل

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۲
.

 د هرات ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنیکي هيئت سکرتريت د هیئت غړو مسلکي کارکوونکو او انجنيرانو او د هرات د مستوفيت ادارې مديرانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې چې د رجب المرجب د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ جوړه شوه، ګډونوالو ته د قوانينو په اساس د اجراآتو د ترسره کولو او د کره معلوماتو او بشپړ راپور ورکولو او یو شمېر نورو اړينو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، په دې برنامه کې د کارکوونکو پوښتنې او ستونزې هم واورېدل شوې او د حل په برخه کې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS