د هرات ولایت د عدليې ریاست د اداري ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۱ - ۱۴:۴۵
.

د هرات ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د رجب المرجب میاشت په ۸ نېټه ددوشنبې په ورځ د هرات ولایت د عدليې رییس الحاج مولوي یارمحمد جانان خادمي په مشرۍ او ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون د یاد ریاست په مقر کې جوړه شوه.                         

دغې ناسته کې د عدليې رییس ددغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو له کړنو او هڅو هرکلی وکړ او هغوی ته یې له مراجعینو سره د ښې رویې او نیک رفتار توصیه وکړه.

دغه راز نوموړي ددغه ریاست کارکوونکو ته توصیه وکړه چې حاضرۍ ته پابند اوسي او له بې ځایه غیرحاضرۍ ډډه وکړي.

په پای کې، ددغه ریاست آمرینو او کارکوونکو خپل د ادارو ستونزې او ننګونې د عدلیې له رییس سره شریکې کړې. د عدليې رییس د هغوی د ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې او د همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS