د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۱۲:۲
.

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د صفرالمظفر د  مياشتې په ۳۰ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د نیمروز ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارمندانو په ګډون سره جوړه شوه.

په دې ناسته کې د نیمروز ولایت، عدلیې رئیس د یاد ریاست کارمندانو ته د خپلو مسؤولیتونو د اجرا، وخت او حاضرۍ ته د پابندۍ، په وخت د چارو د اجرآ، د اخلاص لرلو، کارمندانو ترمنځ د متقابل احترام،  له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځیو له دفترونو څخه پر نظارت کولو ټینګار وکړ او مسؤولینو ته یې دنده وسپارله چې هره اوونۍ له دغو دفترونو څخه نظارت ترسره کړي.

دغه راز نوموړي د عدلیې ریاست، نورو څانګو ته لارښوونه وکړه چې خپل کاري اجراآت په ټاکل شوي وخت ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS