د نیمروز د چخانسور ولسوالۍ د حقوقو مدیر معرفي شو

waheed
یکشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۲ - ۱۳:۵۴

د نیمروز ولایت د عدلیې رئیس مولوي صاحب عبدالقیوم حماد د کب ۱۹مه په پنجشنبې په ورځ د دې ولایت د عدلیې ریاست له یو شمېر کارکوونکو سره نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ د حقوقو د نوي مدیر د معرفۍ لپاره هغې ولسوالۍ ته سفر وکړ.
په هغه ناسته کې چې په همدې منظور په چخانسور ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، د چخانسور ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان، د نیمروز ولایت د پېښو رئیس او د دې ولسوالۍ ملکي او نظامي مسوولینو حضور درلود.
په دې ناسته کې، د عدلیې رئیس له خوا د دې ناستې ګډونوالو ته د حقوقو د مدیریت دندې او مسوولیتونه بیان شول. د چخانسور ولسوالۍ مسوولینو د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو په چوکاټ کې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۴۷
Background image

د عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون لاسته راوړنې «حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې» په برنامه کې وړاندې شوې

 په تېر ۱۴۴۷ هجري قمرې کال کې د عدلیې وزارت تر ټولو مهمه لاسته راوړنې د قانون‌جوړونې، له عامه شتمنیو څخه دفاع، دفاع وکالت او د وړیا حقوقي مرستو په برخو کې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۵۵
Background image

د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

BACK TO NEWS