د نورستان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hakeem_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۵ - ۱۲:۴۲
.

د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخینوي د تخنیکي هیئت ناسته د شعبان میاشت په ۲۳ نېټه د چهار شنبې په ورځ ددغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره ددغه ولایت د کرنې ریاست په مقر کې جوړه شوه.

په یاده شوې ناسته کې، د تخنیکي هیئت رئیس د یاد ولایت دوو ختیځو ولسوالیو ته د خپل د سفر د فعالیتونو راپور وړاندې کړ، دغه راز د تخنیکي هیئت د کارونو د چټکتیا په اړه ددغه هیئت غړو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

دغه راز په یاده شوې ناسته کې د نورستان ولایت له مشرانو او مخورو سره ددغه هیئت د کتنې د وخت او ځای په اړه بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه هم ونیول شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS