د نورستان ولایت تخنیکي هیئت د نورګرام ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۹:۳۶
.

د نورستان ولايت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت او د  دغه ولایت نورګرام ولسوالۍ قومي مشرانو ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرم الحرام د مياشتې په ۳ مه نېټه د سه شنبې په ورځ جوړه شوه.

په یاده ناسته کې د نورستان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت رئيس، له قومي مشرانو سره په خبرو کې د ځمکو د غصب د مخنيوي قانون په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه په ياده ناسته کې قومي مشرانو هم د خپلو شته ستونزو یادونه وکړه او زياته یې کړه چې، د نورستان ولایت له نورو قومې مشرانو سره دې هم ورته ناستې جوړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS