د نورستان د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د یاد ولایت له والي سره وکتل
د نورستان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت د ربیع الاول د مياشتې په ۳۰ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د یاد ولایت له والي سره یوه ناسته جوړه کړه.
په یاده ناسته کې، تخنیکي هیئت له والي او د دغه ولایت له نورو مقاماتو سره د یاد هیئت د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور او همدارنګه خپلې ستونزې شریکې کړې.
د نورستان ولایت والي د هیئت له هڅو او لاسته راوړنو قدرداني څرګنده کړه او د ستونزو د حل په برخه کې یې یاد هیئت ته ډاډ ورکړ.