د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس د یاد ولایت د دوو ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۴:۲۳
.

د ننګرهار ولايت عدلیې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۳ نېټه د سه شنبې په ورځ  د یاد ولایت دره نور او کوزکنړ ولسواليو ته ولاړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره وکتل.

د یادو کتنو په ترڅ کې د عدلیې رئيس د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو د غصب د مخنيوي په برخه کې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

همدارنګه د عدلیې رئیس د یادو ولسواليو د امارت قضایاو د یو شمېر اړوندو مدیرانو له شعبو څخه کتنه وکړه او د چارو د ښه والي په برخه کي مسوولانو ته لازمې توصیي وکړې.

د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شتنه ستونزو او د خنډونو لرې کولو په موخه د یاد ولایت له نورو مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS