د ننګرهار ولایت عدلیې رئيس د کوټ، اچين او نازيانو ولسوالیو له مسؤولينو سره وکتل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۷
.

د ننګرهار ولايت عدلیې رئيس مولوي محمد رئیس محمدي او له هغه سره مل پلاوي، د یاد ولایت کوټ، اچين او نازيانو ولسواليو ته سفر وکړ او د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولينو سره یې وکتل.

د یادو کتنو په ترڅ کې د ننګرهار عدلیې رئيس د یو شمېر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي په برخه کې یې په لا زیاتې همغږۍ ټينګار وکړ.

نوموړي د امارت د قضایاو د مدیریتونو، د حقوقي مساعدینو، مدافع وکیلانو، خیریه بنسټونو، د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په برخو کې ستونزې د یادو ولسوالیو له ولسوالانو او سیمه ییزو مسؤولینو سره شریکې کړې چې هغوی د دغو ستونزو د حل کولو  ډاډ ورکړ.

د ننګرهار ولایت، عدلیې رياست د ښې همغږۍ، د شته ستونزو د لرې کولو او د خنډونو له‌منځه وړلو په موخه د یاد ولایت له نورو مسؤولینو سره هم د همغږۍ ناستې جوړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS