د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۹ - ۱۴:۵۱
.

د ننګرهار ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۲۹ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او په لعلپور ولسوالۍ کې د یو شخص د موضوع په اړه په کې بحث وشو او پریکړه وشو چې د موضوع په تړاو استعلام وویشل شي.

په دغې ناسته کې، د کامې ولسوالۍ په خاصې کامې ساحه کې په اجاره ورکړل شوې ځمکې په اړه هم بحث وشو او پریکړه وشوه چې د ګمارل شوي هیئت نظر له مرکزي کمېسیون سره شریک کړل شي.

دغه راز په یاده ناسته کې، د باریک آب ساحې د چوره ګلۍ میدان په اړه پریکړه وشوه چې د ریاست الوزرا د لارښوونې په اساس، هیئت په دقیق ډول له نږدې څخه ساحه بررسي کړي او د عارضینو معلومات واخیستل او د هغوی سندونه بررسي شي او راپور یې ترتیب او د لارښوونې په غرض مرکزي کمېسیون ته وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۵
Background image

د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان معرفي شوو

 د عدلیې وزارت څلور تنه مرکزي رئیسان چې د یاد وزارت د وړاندیز او د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ پر بنسټ تعیین شوي دي، د عدلیې وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي او نورو مسؤو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۳
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۰ مه نېټه د شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۷ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۲
Background image

په پکتیا ولایت کې له یو شمېر موټر پلورنځيو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۱مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې له ۱۱ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف نظارتي. . .

BACK TO NEWS