د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې اتحادیې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۵:۵۰
.

د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې اتحادیې ترمنځ، د همغږۍ ناسته د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام د مياشتې په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس مولوي محمد رییس محمدي  او د اتحادیې مسؤولینو او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونو د یو شمېر استازو په ګډون سره د عدلیې رياست په مقر کې جوړه شوه.
په یاده ناسته کې د ننګرهار ولایت د عدلیې رئيس د معاملاتو لارښوونو استازو ته د کار ښه پرمخ وړلو لپاره په قانوني او اصولي ډول د فعاليتونو ترسره کولو په اړه سپارښتنې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د اتحادیې مسؤولینو او د ننګرهار ولایت د معاملاتو لارښوونو یو شمېر استازو خپلې ستونزې وړاندې کړې چې د عدلیې رياست له لوري یې د حل په موخه ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۱۵
Background image

په هرات ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د هرات ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۱مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په هرات ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۷
Background image

په نيمروز ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د نيمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د روژې د مياشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د ۲۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

په ننګرهار کې یو شمېر مدافع وکيلانو لپاره زده‌کړيزه برنامه ترسره شوه

 د ننګرهار ولايت د عدليې رياست د روژې د مياشتې په ۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ياد ولايت د مدافع وکيلانو د ظرفيت لوړولو په موخه هغوی لپاره يوه ورځنۍ زده‌کړيزه برنامه جوړه کړه.

دا برنامه. . .

BACK TO NEWS