د ننګرهار عدلیې رياست او د مدافع وکیلانو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۳۶
.

 د ننګرهار زون د مدافع وکيلانو آمریت د محرم الحرام د مياشت په ۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره د  عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د مدافع وکیلانو آمریت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله معلومات وړاندې کړل چې پر بنسټ یې په تېر یوه کال کې په منظمه توګه له ۷۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شوی او په ترڅ کې یې د غيرقانوني فعاليتونو مخه نيول شوې ده.
همدارنګه په دې همدې موده کې د مدافع وکیلانو ستونزې اورېدل شوي او پر وخت ورته رسېدنه شوې، د وکیلانو او د هغوی د مؤکلینو ترمنځ یو شمېر حقوقي شخړې حل شوي او د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره بېلابېلې لارې چارې طرحه او عملي شوي دي.
دغه راز په دې ناسته کې مسؤولینو د هغو نیمګړتیاوو یادونه هم وکړه چې، د دارالوکالو په چارو کې تر سترګو شوي او د یادو دارالوکالو له متصدیانو څخه یې وغوښتل چې د اصلاح په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي.
همداراز، د عدلیې ریاست مسؤولینو له مدافع وکیلانو وغوښتل چې د خپلو مؤکلینو له حقوقو څخه په مؤثره او مسلکي توګه دفاع وکړي او له هر ډول غیر قانوني او غیر مسلکي چلند څخه ځانونه وساتي.
په یاده ناسته کې مدافع وکیلانو هم خپلې ستونزې، وړاندیزونه او نظرونه له مسؤلینو سره شریک کړل چې د حل په موخه یې د لازمې همکارۍ ژمنه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS