د ناوړه استفاده کونکو اشخاصو په واسطې د هیوادوالو د خیریه مرستو د حیف او میل د مخنیوي په تړاو د عدلیې وزارت اعلامیه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۳:۴۹
.

په دې ورسیتو کې لیدل شوې چې مستحقینو لپاره له بهر او داخل څخه د درنو هیوادوالو خیریه مرستې، د ګټو غوښتونکو اشخاصو او افرادو او د خیریه بنسټونو په واسطې چې په نا قانونه توګه فعالیت ترسره کوي حیف او میل شوي دي.

په دې اساس د عدليې وزارت له ټولو درنو هیوادوالو څخه چې بهر او یا د هیواد دننه استوګن دي په درنښت غوښتنه کوي ترڅو د خیریه مرستو د حیف او میل د مخنیوي په منظور، خیریه بنسټونو ته د هر ډول مرستو له استولو څخه وړاندې لومړی یې له مسؤلینو څخه د هغوی رسمي جواز وغواړي او ترڅنګ یې د جواز د اعتبار له نېټې څخه ډاډ ترلاسه کړي.

هیوادوال کولی شي د خیریه بنسټ د جوازلیک د شکمن والي په صورت کې د لاندې اړیکو شمېرو له لارې د عدلیې وزارت سره په اړیکه کې شي او د یاد وزارت له مسؤلینو څخه لازم معلومات ترلاسه کړي.

۰۷۷۰۴۷۵۳۱۹ او ۰۷۹۸۰۰۲۸۲۹

د یادونې وړ ده چې د تېرو کلنو په اوږدو کې د ګټو غوښتونکو اشخاصو په واسطې د مرستو د حیف او میل په اړه چې د خیریه بنسټ په نوم او له رسمي جواز څخه پرته فعالیت درلود څو موردونه راپور شوي او د عدلیې وزارت په دغې برخه کې اقدام کړی او د ګڼ شمېر ناقانونه خیریه بنسټونو د فعالیت مخنیوی کړی دی.

دغه راز یاد وزارت د خیریه بنسټ په نوم د اشخاصو او افرادو د ناقانونه فعالیت مخنیوي ته ژمن دی او ډاډ ورکوي چې په دغې برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه و نه کړي.