د میرویس ښارګوټي د شاوخوا له متصرفینو سره د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون د رئیس کتنه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۳:۲۲
.

د عدلیې وزارت سرپرست او د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون رئیس شیخ ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د روژې میاشت په ۲۰ نېټه د سه شنبې په ورځ د میرویس ښارګوټي د شاوخوا له متصرفینو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

په دغې کتنه کې، د کابل ولایت د تخنیکي هیئت غړو هم حضور درلود او له یادو شویو متصرفینو سره یې د هغوی په تصرف کې د ځمکو په اړه په کې بحث او خبرې وشوې او له هغوی څخه يې د هغو په تصرف کې د ځمکو شرعي سندونه او قبالې وغوښتل شوې ترڅو د دغه کمېسیون لخوا بررسي شي.

د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون مشرتابه هغوی ته ډاډ ورکړ چې د هغوی موضوع په دقیق ډول بررسي شي او د هغوی حق به نه ضایع کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS