د میدان وردک ولایت په تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړېدل

hakeem_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۱۰
.

د ميدان وردک ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو آمریت د شوال د مياشتې په ۲۱ د نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په تخنیکي او مسلکي زده کړو آمريت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

يه یاده برنامه کې د ميدان وردک ولایت د عدلیې رياست د حقوقي مرستو مسؤولينو له لوري د مسلکي او تخنيکي زده کړو آمریت کارمندانو ته د نظارت لوی رياست د دندو او صلاحيتونو، د فرمانونو د تعقیب او د ورته نورو موضوعاتو په اړه حقوقي پوهاوی ورکړل شو.

د میدان وردک ولایت د عدلیې ریاست د حقوقي مرستو آمریت وخت په وخت د یاد ولايت په بېلابېلو ساحو کې د حقوقي پوهاوي  ورکولو برنامې ترسره کوي او موخه یې دا ده چې خلک د خپلو حقوقو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS