د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۰:۳۱
.

د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته، د ذوالقعدې د میاشت په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پریکړه په کې وشوه چې د جغتو د غوزبي، ګلپرک او د حصه اول بهسود د لاډو دښتې ساحې او نور موضوعات چې په یو وخت کې د تخنیکي هیئت او د استیناف محکمې تر بررسۍ لاندې دي، د دواړو بنسټونو په همغږۍ حل او فصل شي او د تمیز محکمې او یا د ادارو تر کار لاندې موضوعات له مرکزي کمېسیون سره شریک کړل شي.

په دغې ناسته کې، مرکز بهسود ولسوالۍ کې د ۳۲ جریبه ځمکو موضوع هم بررسي شوه او مشخصه شوه چې مدعا بها ځمکه ۳۲ نه بلکه ۱۹۸ جریبه ده. یاده دعوا اوس مهال د کوه بند پر ټولو سیمو روانه ده چې ۳۹۳۰ جریبه ځمکه په کې شامله ده او هیئت پرې څېړنې پيل کړي دي.

په همدې توګه په دغې ناسته کې د وردک د پوهنتون راپور چې ۵.۵۶ جریبه ځمکه رانغاړي وروستی شو او پریکړه وشوه چې مرکزي کمېسیون ته واستول شي او یو هیئت هم تعیین شو ترڅو په ساحه کې د کادستر ۲۹۲۶ ټوټې متصرفینو ته استعلام وویشي او یو بل هیئت د سید آباد ولسوالۍ په شیرازي بابا کې د وقفي ځمکو د بررسۍ په منظور تعیین شو ترڅو ساحې ته په سفر سره یاده شوې ځمکه بررسي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS