د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د میدان وردک ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ذوالحجې د میاشتې په ۲۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د ځینو موضوعاتو په تړاو په کې بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه.
په دغې ناسته کې د هیئت یو شمېر غړي په ۹۳۳ کادسترې ټوټې کې د شاملې سی سی دښتې د بررسۍ او لیدنې په منظور توظیف شول.
د هیئت یو شمېر نور غړي هم موظف شول ترڅو د دایمیرداد ولسوالۍ په خوش قول کلي کې مدعی بها ساحه بررسي او لیدنه ورڅخه وکړي
په دغې ناسته کې ټینګار وشو چې د هیئت غړي هغه ساحې چې په ولسوالۍ بررسي کوي د ولسوالۍ مسؤلینو ته مشخصې کړي ترڅو په هغو کې له ناقانونه تصرفاتو څخه مخنیوی وشي.