د میدان وردک او ارزګان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۸ - ۱۴:۴۱
.

د میدان وردک او ارزګان ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغه هیئتونو د رییسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او لازم تصمیمونه پکې ونیول شوو.

د میدان وردک ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې د اداري اصلاحاتو د پروژې په اړه بحث وشو او پریکړه وشوه چې یاده دوسیه بررسي شي او له ښاروالۍ څخه هم معلومات وغوښتل شي.

دغه راز هیئت پریکړه وکړه چې د دشت توپ نهايي دوسیه حج او اوقافو او مرکزي کمېسیون ته واستول شي او د کوټه عشرو دوسیې په اړه د کرنې له ریاست څخه معلومات وغوښتل شي. دغې ناسته کې د ځینو اداري موضوعاتو په اړه هم لازم تصمیمونه ونیول شوو.

.

له بلې خوا د ارزګان ولایت د تخنیکي هیئت ناسته کې ددغه ولایت په ترینکوټ ښار کې د عیدګاه او پوهنتون ځمکو په اړه پریکړه وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS