د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکوونکو د اصولو د پوهاوي ورکوونې او د جوازونو د ویشلو سیمینار جوړیدل

hayat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۱۳:۱۳
.

د معاملو د لارښوونې او د عریضې د لیکنې د اصولو او لارښوود د پوهاوي ورکوونې او د جوازونو د ویشلو سیمینار د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د شعبان میاشت په  ۱۷ نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدليې وزارت د انسجام د لوی رئیس مولوي رحمت الله حقاني او ددغه ریاست د نورو رئیسانو او د مسوولینو په ګډون جوړ شو.

یاد سیمینار کې ګڼ شمېر د معاملو لارښوونو او د عریضې لیکنې د جواز درلودونکو او غوښتونکو ونډه اخیستې وه او د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکنې اصول او لارښوود او د جواز د درلودونکو مکلفیتونه یې زده کړل.

په دغه سیمینار کې د عدليې وزارت د انسجام لوی رئیس د موضوع په اړه خبرې وکړې او د معاملو د لارښوونو او عریضې لیکنې د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه يې وغوښتل چې د عدليې وزارت لخوا ورکړل شویو اصولو او لارښود سره سم، عمل وکړي.

د انسجام لوی رئیس د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکنې د جواز درلودونکو او غوښتونکو څخه وغوښتل چې مسوولیت درک کړي او خلکو ته صادقانه خدمت وکړي. دغه راز نوموړي له هغوی څخه وغوښتل چې پر خپل ژمنې وفا وکړي او خپل مسوولیتونه له قانون سره سم او بشپړې امانت دارۍ او رښتینولۍ سره ترسره کړي.

د انسجام لوی رئیس د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکوونکو مسوولینو ته ډاډ ورکړ چې دغه وزارت هڅه کوي ترڅو هغوی له پاره قانوني او لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې د معاملو د لارښوونو او د عریضې لیکنې د جواز غوښتونکو ته، د فعالیت جوازونه د انسجام لوی ریاست د رئیسانو او مسوولینو پواسطه وویشل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS