د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیان دې د معاملاتو په ترسره کولو کې بشپړ دقت وکړي

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۳۲
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې ګڼ شمېر راپورونه ترلاسه کړي چې ښيي د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ډیری دفترونه یو جایداد یو ځل پر یو پیرودونکي پلورلی دی او بیا یې همدغه جایداد د لومړي پیردونکي له خبریدو پرته، پر بل پیرودنکي پلورلی دی. دغه راز یاد وزارت ته د معاملاتو لارښوونې د دفترونو په واسطې د ودانیو مخکې له مخکې (بیع معدوم) معاملاتو د ترسره کولو ځینې راپورونه رسیدلي دي.

دا ډول معاملات سم نه دي او په راتلونکي کې د شخړو او جنجالونو د رامنځته کېدو لامل ګرځي؛ ځکه د یو جایداد مکرر پلورل پر څو کسانو پرته له دې چې له تېر پلور څخه خبر وي (فضولي بیع)، د جعل‌کارۍ یوه بڼه ده چې د خلکو د مال او پیسو د ضایع کېدو لامل کېږي او هغوی سرګردانه کوي. همدارنګه، د مخکې له مخکې پلورل شویو ودانیو ودانیزې چارې کله ناکله د بېلابېلو لاملونو له کبله درول کېږي چې د اخیستونکي او پلورونکي تر منځ د شخړو رامنځته کېدو سبب ګرځي.

په همدې اساس، د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه د معاملاتو لارښوونې ټولو دفترونو ته هدایت ورکوي چې د دغه ډول معاملاتو له ترسره کولو او په هغو کې له منځګړیتوب څخه دې په کلکه ډډه وکړي؛ له دې پرته به، د هغوی د فعالیت جواز ضبط او لغوه شي او مسئوولین به یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.

د ځمکې یا د ملکیت پلورونکي دې هم د یو ملکیت د خرڅلاو پر مهال باید قباله یا شرعي وکالت خط ولري ترڅو په راتلونکي کې د پیردونکو د سرګردانۍ لامل ونه‌ ګرځي.

د یادونې وړ ده چې د اشخاصو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو لخوا د امارتي او یا د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون تر بررسۍ لاندې ځمکو پیر او پلور، په ټول هېواد کې ممنوع دی او په دې هکله د سرغړونې د راپور په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.