د معاملاتو لارښوونو د دفترونو کمېشن په هرې معاملې کې یوازې یو سلنه تعیین شوی دی

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۳:۲۶
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو هیوادوالو ته خبر ورکوي چې د معاملاتو د لارښوونو دفترونو له لارې د املاکو او د لیږد وسایطو د پېر، پلور، ګروي او د کرایې اخیستلو معاملاتو په مهال په عدلیې وزارت کې د یادو دفترونو له ثبت او د هغو د جواز له اعتبار مودې څخه ډاډ ترلاسه کړي.

دغه وزارت اعلاموي چې د جایداد او موټر د پېر او پلور په معاملاتو کې د معاملاتو لارښوونو د دفترونو حق العمل (کمېشن) یو سلنه او د کرایې په معاملاتو کې د یوې میاشتې کرایې یو سلنه دی چې په بالمناصفه ډول د معاملې د لورو له خوا ورکول کیږي. د جایداد او موټر د پلورلو په معاملاتو کې د مالیاتي شعباتو له خوا یو سلنه مالیه اخیستل کیږي چې پلورونکي شخص یې تادیه کوي.

د عدلیې وزارت له هیوادوالو څخه غواړي د معاملاتو ترسره کولو په مهال د معاملاتو د لارښوونې د جواز لرونکي شخص له حضور څخه ډاډ ترلاسه کړي. دغه راز د معاملې له ترسره کولو وروسته د سټې (د معاملې سند) له صحت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه په مرکز کې یې د عدلیې وزارت او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي.

یاد وزارت له هیوادوالو څخه غواړي چې استملاک لاندې د امارتي او تر تضمین لاندې ملکیتونو له پېر، پلور، ګرو او رهن څخه هم په کلکه ډډه وکړي.

د عدلیې وزارت له سرغړونکو افرادو او د معاملاتو د فترونو سره قانوني چلند کوي. هیوادوال کولی شي د معاملاتود لارښوونو له ثبت څخه د ډاډ ترلاسه کولو او د پورته مواردو د سرغړونو راپور وړاندې کولو په موخه په مرکز کې له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسي او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته مراجعه وکړي.

اړیکه: ۰۷۷۷۳۸۳۳۷۰ او ۰۷۷۶۱۲۶۴۲۸