د مدافع وکیلانو د ورودي آزموېنې په شرایطو د برابرو لست په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

hayat_admin
.

د دفاع وکالت د نوي جوازلیک ټولو غوښتونکو ته چې مخکې د مدافع وکیلانو لوی اداري مدیریت ته مراجعه کړې وه، خبر ورکول کیږې چې په شرایطو د برابرو لست د موظفې محترمې کمیټې لخوا د سندونو له بررسۍ څخه وروسته تایید شو. په شرایطو برابر چې لست يې په لاندې توګه دی، کولای شي د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د سلواغې میاشت ۱۸ نېټې د سه شنبې له ورځې چې د  ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشت له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د ۱۴۰۱ هـ.ل کال د سلواغې میاشت ۲۰ نېټې د شنبې ورځ پورې چې د  ۱۴۴۴ هـ.ق کال د رجب المرجب میاشت له ۲۰ نېټې سره سمون خوري د شمولیت کارت ترلاسه کولو په غرض د عدليې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست لوی اداري مدیریت ته مراجعه وکړي.

د یادولو وړ ده د آزموینې په ورځ د تابعیت پېژندپاڼې اصل او د آزموېنې کارت درلودل لازمي دي.

د دفاع وکالت محترم غوښتونکي کولای شي د ورودي آزموېنې په شرایطو د برابرو لست له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي:

https://moj.gov.af/sites/default/files/list_motaqazain_vokala.pdf

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲۵
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې د ۵۹ دورې د پاېلو خبرتیا

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو د ارزونې د بهیر ۵۹ دوره د ربیع اوالاول (سنبلې) د میاشتې په ۱۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغې دورې د ګډونکوونکو په حضور سره جوړه کړه.

د ارزونې په دې دورې کې  . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۹ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع اوالاول د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د وږي (سنبلې) د میاشتې له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، د ۱ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۷:۵۴
Background image

د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت د جواز غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د پنځمې دورې د ورودي ازموینې لپاره د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د زمري (اسد) د میاشتې په ۲۲ نېټه د چهارشنبې په . . .

Back to announcements