د مدافع وکیلانو د ارزونې بهیر د ۵۹ دورې په اړه د عدليې وزارت خبرتیا

د هېواد په کچه ټولو مدافع وکیلانو ته خبر ورکول کېږي چې د مدافع وکیلانو ریاست د ربیع اوالاول د میاشتې په ۱۴مه نېټه چې د وږي (سنبلې) د میاشتې له ۱۶ نېټې سره سمون خوري د یکشنبې په ورځ، د ۱۴ تنو نورو مدافع وکیلانو ارزونه د هغوی د جواز لیکونو د نوي کولو په منظور پیلوي.
له همدې امله هغه مدافع وکیلان چې پخوا یې د ارزونې په بهیر کې د ګډون لپاره خپل غوښتنلیکونه د مدافع وکیلانو د ریاست اداري مدیریت ته سپارلي دي، له لاندې جدول سره سم د نوملړ د پرله پسې شمېرې پر بنسټ د سهار ۹ بجې د عدلیې وزارت د مسلکي معینیت د ودانۍ مقر ته حاضر شي.
دغه راز په ټاکل شوې ورځ د مدافع وکیلانو شتون حتمي او لازمي دی او د ازموېنې په صحن کې د غیابت او نه حاضرېدو په صورت کې هغوی ته دوه ېم چانس نه ورکول کېږي.
محترم وکیلان دې خبر وي.
د ۵۹ دورې د مدافع وکیلانو نوملړ په لاندې ډول دی.
