د محمد آغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو سره د لوګر ولایت د تخنیکي هیئت کتنه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالقعدې د میاشتې په ۱۲ نېټه د پنجشنبې په ورځ د محمد آغې ولسوالۍ له سیمه ییزو مسؤلینو او قومي مشرانو سره وکتل.
په همدې توګه هیئت د ناظر کلا دښتې یو شمېر امارتي دښتو ټوټې بررسي کړې. یو شمېر اشخاص ادعا لري چې ناظر کلا دښته کې امارتي ټوټې هم موجودې دي.
تخنیکي هیئت موضوع بررسي کړه چې له بررسۍ څخه وروسته به په ساحه کې شخصي او امارتي ټوټې تثبیت او تشخیص شي.