د محاکمو جزايي اصولنامه توشېح او په رسمي جریده کې خپره شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د محاکمو جزايي اصولنامه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د رمضان المبارک د میاشتې په ۲۵مه نېټه په ۱۴۸۶ ګڼه رسمي جریده کې خپره کړه.
د محاکمو په جزايي اصولنامه کې یوه مقدمه، درې بابونه، لس فصلونه او ۱۱۹ مادې شاملې دي او د تطبیق مراجع یې د اسلامي امارت محاکم دي.
په دې اصولنامه کې د تعزیر د تطبیق اصول، مرتبې او ډولونه، د تعزیر مستحقین او اړوند حکمونه، په اسنادو کې د جعل او تزویر کوونکو، په توکو کې فساد کوونکو او له اجازهلیک پرته د فعالیت کوونکو تعزیري حکمونه، د مخدره موادو د کرنې، تجارت او انتقال اړوند تعزیرات او د دغو موادو اړوند نور حکمونه بیان شوي دي.
محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.