د مبلغینو نصاب توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۰:۲۳
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مبلغینو نصاب د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له خوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۱۸مه نېټه په ۱۴۹۵ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ. 

د مبلغینو نصاب یوه مقدمه او شپږ فصلونه لري او په هغه کې د علم، ایمان او عبادت، حقوق العباد، معاملاتو، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د شان او سیرت بیان او د ځیني نورو متفرقه حکمونو په اړه د مبلغینو مسؤولیتونه بیان شوي دي.

محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویب‌پاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یادې رسمي جریدې د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.

ډیتابیس: http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx  

تلګرام: https://t.me/ministryofjusticeafghanistan