د مبلغینو قانون توشېح او په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د مبلغینو قانون د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا له توشېح څخه وروسته د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۷مه نېټه په ۱۴۸۳ ګڼه رسمي جریده کې خپور کړ.
د مبلغینو په قانون کې یوه مقدمه، درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۷ مادې شاملې دي چې د تطبیق مرجع یې د اسلامي امارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت دی.
په دې قانون کې د داعي (مبلغ) شرطونه، د دعوت طریقې، د دعوت وسایل، د داعي آداب او د مبلغینو مکلفیتونه ذکر شوي او اړوند حکمونه یې بیان شوي دي.
دغه قانون مبلغین مکلف کړي دي ترڅو د علم د فضیلت د بیانولو، د ایمان او اهل السنة والجماعة د عقیدې د ښوونې، د ټولو عبادتونو د ښوونې، د جهاد او زکات د فضیلت د بیانولو، د والدینو، اولاد، ګاونډي، د خاوند او مېرمنې د حقونو او د ښځو د عامو حقونو د ښوونې، د امیر د اطاعت، د حجاب د فرضیت، د ښو اخلاقو، د مسجد د آدابو د بیانولو او نورو مهمو مسایلو په برخه کې دعوت ترسره کړي.
همدارنګه په دې قانون کې د اسلامي امارت مسؤولین، عام مجاهدین، د مساجدو امامان او عام خلک مکلف ګرځول شوي دي چې په دعوت کې له مبلغینو سره همکاري وکړي.
محترم هېوادوال کولای شي چې د رسمي جریدې دغه ګڼه په چاپ شوې بڼه د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه او په الکترونیکي (پي ډي اف) ډول د عدلیې وزارت د ویبپاڼې د حکمونو او قوانینو له ډیټابیس څخه ترلاسه کړي. د یاد قانون د چاپ او خپرولو حق د عدلیې له وزارت سره محفوظ دی او غیرقانوني چاپ یې ممنوع دی.
ډیټابیس: http://laws.moj.gov.af/ShowLawPersian.aspx
تلګرام: https://web.telegram.org/k/#@ministryofjusticeafghanistan