د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د دغه ولایت په مرکز کې له ځینو ساحو څخه لیدنه وکړه
د لوګر ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت پادخواب، کاریز او آبچکان کلیو ته ولاړ او په دغو کلیو کې جوړ شوي تاسیسات یې بررسي کړل.
یاده ځمکه د کادستر له نقشې سره سم املاکي ده خو د یو شمېر خلکو لخوا پرې کورونه جوړ شوي دي. ټاکل شوې ټول جوړ شوي کورونه بررسي شي او معلومات یې له مرکزي کمېسیون سره شریک کړل شي.