د لغمان ولایت له عدلیې ریاست څخه د عدلیې وزارت د نظارتي هیئت لیدنه او بررسي

hayat_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۳ - ۱۴:۵۸
.

د عدلیې وزارت نظارتي هیئت د یاد وزارت د مدافع وکیلانو د رئیس مولوي سیدحبیب الحبیب په مشرۍ او د حقوقي مساعدتونو رئیس مولوي رحمت الله حقاني، د جمعیتونو او ټولنیزو بنسټونو د چارو رئیس مولوي محمد یاسین حقاني او د عدلیې وزارت د نورو مسلکي غړو په غړیتوب، د ربیع الثاني د میاشتې په ۱۸ نېټې د پنجشنبې په ورځ د لغمان ولایت له عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه.

یاد هیئت د لغمان ولایت د عدلیې له رئیس او د دغه ریاست له کارمندانو سره وکتل او دغه ولایت ته یې د خپل د سفر موخه بیان کړه. یاد شوي هیئت د عدلیې ریاست له بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه او بررسي ترسره کړه او د دغه ریاست د کارمندانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او د هغو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

یاد هیئت د عدلیې ریاست له مسؤلینو سره ژمنه وکړه چې د هغوی ستونزې به د عدليې وزارت له مقاماتو سره شریکې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ۴ خیریه بنسټونو له فعالیتونو نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د مرکز، جلال اباد ښار په درېیمه ناحيه کې د خیریه بنسټونو له ۴ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۲۸
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د ذی‌الحجې د میاشتې په ۱۹مه نېټه د دو‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۸ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
ن. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۸ مه نېټه د يکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

BACK TO NEWS