د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱۵ - ۱۰:۱۱
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شو او هیئت ځینو ساحو ته هم ولاړ او د امارتي ځمکو له غصب څخه یې مخنیوی وکړ.

هیئت د ناستې په جوړولو او د مهمو موضوعاتو په اړه له بحث سره،  د شلټک ساحې د امارتي ځمکې له یو تن غاصب سره چې غوښتل یې د نیالګیو په کینولو او کور جوړلو سره ځمکه غصب کړي، لیدنه وکړه. هیئت له نوموړي څخه سندونه وغوښتل چې هیڅ ډول سند یې نه درلود.

هیئت بصرام ساحه کې پر امارتي ځمکه د شخړې له لورو سره وکتل چې یو لوری یاده ځمکه خپل ملکیت او بل لوری هغه امارتي بولي. هیئت له دواړو لورو څخه سندونه وغوښتل چې له هغوی سره هیڅ ډول سند شتون نه درلود. دواړه لوري د ساحې تر سکیچ او د کمېسیون تر وروستۍ پریکړې پورې پر یاده ځمکه له کار کولو څخه منع شول.

تخنیکي هیئت د بدیع الاباد ساحې د قضیې له یو لوري سره وکتل او نوموړي ته یې وویل چې تر دعوا لاندې ځمکه په کادستر کتاب کې امارتي ده او ټینګار یې وکړ چې د کمېسیون تر وروستۍ پریکړې پر یاده ځمکه هیڅ ډول تصرف نشي کولای.

تخنیکي هیئت له ناستې او له افرادو او اشخاصو سره له کتنې څخه وروسته ددغه مرکز ولایت اړوند R11 ساحې ته ولاړ او یو شمېر خلک چې په پټه توګه یې پر دغو ځمکو تاسیسات جوړول مشخص کړل او هغوی له کار څخه منع کړل.

دغه راز هیئت د مهترلام د لومړۍ ناحيې ساحې ته ولاړ او له یو غصب شوي تفریحي پارک څخه یې د هغه تثبیت او تشخیص په منظور لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر امارتي ځمکه باندې د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د یاد ولایت د مرکز ویدخ سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS