د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۴:۱۲
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۲۴ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

دغه راز یاد هیئت د قرغه يي ولسوالۍ د کاکڅ ساحې د ځمکې له یو تن اجاره دار سره وکتل او د هغه خبرې يې واوریدلې. نوموړي وویل چې د هغه د اجارې قرارداد د کرنې وزارت لخوا منظور شوی او د سیمې درې تنه اوسیدونکي یې په ساحه کې د کار د پیل مخنیوی کوي. هیئت پریکړه وکړه چې د یادې ساحې اوسیدونکي د هیئت راتلونکې غونډې ته وغوښتل شي.

دغه هیئت له کمېسیون څخه د مسترد شویو دریو دوسیو په اړه هم بحث وکړ او پریکړه یې وکړه چې یادې دوسیې بشپړې شي.

دغه راز تخنیکي هیئت د لغمان ولایت د مرکز اړوند د شمټیو ساحې اړوند د ۵۰ جریبه ځمکې له اجاره دار سره وکتل. نوموړي وویل چې د هغه قرار داد منظور شوی خو ځايي خلک یې د کار د پیل مانع کیږي. هیئت د ساحې له اوسیدونکو سره هم وکتل او هغوی وویل چې یاده ځمکه د هغوی څړځای دی او دولت هم هغوی ته په دغې ځمکې کې ځینې نمرې ویشلي دي. هیئت له بررسۍ څخه وروسته په دغې برخه کې لازم تصمیم ونیو او د دوو اشخاصو د لوړپوړیزې ودانۍ د ځمکې د تخلیې په اړه یې هم بحث او پریکړه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۲:۳۷
Background image

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د کابو ۳۴ زره جریبه ځمکو د دوسیو په اړه پرېکړه وکړه

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کابو ۳۴ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

د عدلیې وزیر د دغه وزارت د مسؤولینو پر اخلاصمندانه کار ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسؤولینو د پېژندنې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې په کاري چارو کې اخلاص او د نظام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ذوالحجې مياشتې په ۳۰مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د انسجام عمومي رياست د څلورمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې. . .

BACK TO NEWS