د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۰:۴۴
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په ۶ نېټه د یک شنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یاد ولایت د مرکز اړوند د بصرام کلي یو شمېر مشران په کې وغوښتل شول او له هغوی څخه استحضاري واخیستل شوه چې نور پر امارتي ځمکو کار و نه کړي او نورو ته هم پر امارتي ځمکو د کار اجازه ورنه کړي. 

په یاده ناسته کې د علیشنګ ولسوالۍ د شمکت کلي یو تن اوسیدونکی چې له یو بل شخص سره پر ۲ جریبه ځمکه دعوا لري، حاضر شو او خپل غوښتنې بیان کړې. هیئت پریکړه وکړه چې د دعوا لوري راتلونکې غونډې ته وغوښتل شي او د دواړو لورو سندونو په پام کې نیولو سره تصمیم ونیول شي.

په همدې توګه په دغې ناسته کې د یاد ولایت د مرکز اړوند د ګل آرام، پنج پای او درکي کلیو اوسیدونکو عریضه بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوه او هغوی ته قناعت ورکړل شو چې د امارتي ساحو سکیچ کیدل او نقشه کیدل د هغوی په خیر دي او له هغوی څخه وغوښتل شو چې له اړوندو انجنیرانو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

دغه راز د یو بل شخص عریضې په اړه چې د یاد ولایت د مرکز په شمتیو کلي کې یو اندازه امارتي ځمکه په اجاره اخیستې او یو شخص د نوموړي د کار خنډ ګرځي، بحث وشو او تصمیم ونیول شو چې یاد مستاجر له منظور شوي قرارداد سره سم پر ځمکه خپل کار ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یو شمېر عريضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالقعدې د مياشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، جلال آباد ښار کې د ۱۳ تنو عريضه ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 په ننګرهار ولایت کې د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د ذوالقعدې د میاشتې په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په دوهمه ناحیه کې د معاملاتو لارښوونې له. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۱:۳۱
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او استیناف محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د لغمان ولایت د عدلیې رئیس، مولوي عبدالستار حماس د ذوالقعدې د مايشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د استیناف محکمې له رئیس، شیخ سخي الرحمن فائز فيروز کوهي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

. . .

BACK TO NEWS