د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۴:۵۱

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۰ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت د دوو اشخاصو د لوړ پوړیزې ودانۍ پر ځمکه د نور متصرفینو د جوړو شویو کورونو د حجمي برآورد په اړه بحث وکړ او د ځمکو له متصرفینو او مالکانو سره یې وکتل او خبرې یې ورسره وکړې. یادو متصرفینو د مالکانو پواسطه د ځمکو د بيې ورکولو او بل ځای ته د خپلو ساختماني موادو او وسایلو د لیږدولو غوښتونکي شول او د ځمکو مالکانو ټینګار وکړ چې د هیئت له پریکړې سره به سم عمل وکړي.

دغه راز تخنیکي هیئت په سرخکان ښارګوټي کې د امارتي شنې ساحې د ۷۳۹ متر مربع ځمکې موضوع بررسي کړه او د هغې مدعی علیه یې غونډې ته وغوښت او د نوموړي خبرې یې واوریدلې او د هغه سندونه یې بررسي کړل. یاد شخص په شنې ساحې کې د تېلو ټانک جوړ کړی او دغه ساحه د قرغه يي ولسوالۍ د ښاروالي له نقشې سره سم، د بل یو شخص د لوړپوړیزې ودانې د شنې ساحې ځمکه ده.

تخنیکي هیئت پریکړه وکړه چې یاد شخص هم راتلونکې غونډې ته وبلل شي او د دواړو لورو په حضور کې د موضوع په اړه لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۱:۵۸
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د مياشتې په ۱۹ مه نېټه، د دوشنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

په لوګر ولایت کې پر امارتي ځمکه باندې د نويو تصرفاتو مخنيوی وشو

 د لوګر ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي هيئت د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، د غصب شويو ځمکو د تشخیص لپاره د یاد ولایت د مرکز ویدخ سیمې ته سفر وکړ.
د دې سفر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌الحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS