د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۲۲ - ۱۲:۴۶
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکی هیئت ناسته د روژې میاشت په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او تېر اجراآت په کې بیا وکتل شول او د ۱۴۰۲ کال له پاره د عمل پلان جوړولو په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

په دغې ناسته کې، یاد شوي هیئت پریکړه وکړه چې امارتي ادارې خپل غصب شوي ملکیتونه هیئت ته مشخص کړي ترڅو د تخنیکي هیئت د ۱۴۰۲ کال د عمل په پلان کې شامل شي. دغه راز، د سلطان غازي بابا د ښارګوټي اړوند د یو تفریحي پارک موضوع چې پریو شخص یې د غصب ادعا شوې وه، بررسي شوه او موضوع د دغه ولایت ښاروالۍ ته راجع شوه.

یاد هیئت د علیشنګ ولسوالۍ له یو تن اوسیدونکې سره چې د امنیه قوماندانې ترڅنګ یې پر ۱۵ جریبه ځمکه تاسیسات جوړ کړي او د څا کیندل یې په کې پیل کړي، وکتل او د نوموړي سندونه یې واخیستل. یاد هیئت د ولسوالۍ د ځمکو مدیریت ته دنده وسپارله چې ساحه له نږدې څخه بررسي کړي.

یاد هیئت د قرغه يې ولسوالۍ د صفوخیل په ساحې کې د دوه کادستري قطعو له متصرفینو سره وکتل او له هغوی څخه یې قانوني سندونه وغوښتل. دغو متصرفینو وویل چې دغه ځمکه د هغوی میراثي ځمکه ده او یاد شوي هیئت هغوی ته استعلام ورکړ ترڅو ځواب یې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS