د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له یو شمېر مسئولينو سره د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۳:۵۷
.

 د لغمان ولایت د عدلیې ریاست او د یاد ولایت د معاملاتو لارښوونې د دفترونو یو شمېر مسئولينو تر منځ د همغږۍ ناسته د شوال د مياشتې په ۱۷مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د عدلیې رئیس مولوي عبدالستار حماس او د معاملاتو لارښوونو د دفترونو مسئولينو په ګډون د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د معاملاتو لارښوونې د دفترونو په اړه خبرې وشوې او ټینګار وشو چې د یادو دفترونو مسئولين دې له راستنېدونکو کډوالو سره د استوګنځیو د موندلو او د کورونو د کرایې په برخه کې لازمه همکاري وکړي.
همدارنګه، د عدلیې رياست مسئولينو د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته توصیه وکړه چې خپل فعاليتونه د اصولو په رڼا کې ترسره کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۲۴
Background image

په کابل ښار کې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳ دفترونه د سرغړونو له امله تړل شوي دي

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست د روان کال د ثور (غويي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۴۱۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی.. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۱۹
Background image

د لغمان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د لغمان د عدلیې ریاست اداري ناسته د ‌ذوالحجې د مياشتې په ۱۶ مه نېټه د سهشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدليې رئیس، مولوي عبدالستار حماس په مشرۍ او د دغه ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

په پروان ولایت کي د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالحجې د مياشتې په ۱۶مه نېټه د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS